له ميدان وردګ ولايت نه مو خبر ترلاسه کړچې دنرخ په ولسوالۍ کې داجيري اردو او اربکيانو په ګزمو چاودني شوي او 5 عسکرو ته يې مرګ ژوبله اړولي ده.
خبرکاږي لومړۍ چاودنه نن غرمه مهال 10 بجې د ولسوالۍ مرکزته څېرمه داجيري اردو په پلي ګزمه وشوه چې 2 عسکر يې ځای په ځای ووژل او 2 نور يې مرګوني ټپيان کړل.
دوهمه چاودنه غرمه خواوشا 11 نيمي بجې په دادل تنګي سيمه کې د اربکيانو په پلي ګزمه وشوه، دغې چاودني 1 اربکی وژلی او ګڼ نور يې ټپيان کړي دي.
2013-11-30
افغانستان